۰

لوګر کې دوه ځانمرګي وژل شوي دي

شنبی ۲۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د لوګر مرکز پُل علم کې دوه ځانمرګي بریدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې وړاندې دامنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
لوګر کې دوه ځانمرګي وژل شوي دي
سیمه ییز امنیتي  چارواکي تاییدوي، چې د لوګر مرکز پُل علم کې دوه ځانمرګي بریدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې وړاندې دامنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي وايي،  د شپې په ۹ بجې پولیسو دوه تنه انتحاریان، چې پر موټرسایکل سپاره ول، تعقیب کړل او د ښار د پولیسو لومړۍ حوزې ته تر داخلېدو وروسته یې په نخښه کړل او ویې وژل.

د ښاغلي احمدزي په وینا ځانمرګو غوښتل چې برید وکړي خو د هغو د وژلو له کبله ملکیانو او پوځیانو ته هیڅ راز مرګ ژوبله وانه اوښته.

تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او د لوګر ولایتي چارواکو هم نه دي ویلي چې وژل شوي مشکوک انتحاریان په کومې ډلې بورې تړاو لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اوونۍ  د سه شنبې په ورځ د ننګرهار په ښېوې ولسوالي او د کابل د برچي پر روغتون دوو بردونو ۵۷ تنه ووژل او تر تر ۱۸۰ پورې نور یې ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي