۰

طالبانو ۱۵ نور زندانیان هم خوشي کړي دي

پنجشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۴
وسله والو طالبانو خبر ورکړی، چې د افغان حکومت ۱۵ تنه نور زندانیان یې هم د هېواد په شمالي جوزجان ولایت کې خوشي کړي دي.
طالبانو ۱۵ نور زندانیان هم خوشي کړي دي
وسله والو طالبانو خبر ورکړی، چې د افغان حکومت ۱۵ تنه نور زندانیان یې هم د هېواد په شمالي جوزجان ولایت کې خوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دغه زندانیان پرون چهارشنبې د غوايي ۲۴ مه خوشي شوي دي.

مجاهد زیاته کړې دا ۱۵ بندیان ۱۲مه ډله ده چې د طالبانو لخوا خوشې کېږي او په وینایې چې تر دې وړاندې په۱۱ پړاوونو کې د دوی لخوا ۲۶۱ حکومتي بندیان په کندهار، لغمان، کندوز، هرات، بادغیس او فاریاب کې ازاد شوي دي.

خ دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې امنیت شورا و ویل،  طالبانو تراوسه ۱۷۱ بندیان خوشې کړي دي چې یوازې ۱۰۵ تنه په کې نظامیان او پاتې نور یې ملکیان دي.

حکومتي لوری ادعا کوي چې دوی په ۱۲ پړاوونوکې زر تنه طالبان ازاد کړي دي چې طالبانو یې باید په مقابل کې ۲۰۰ افغان بندیان خوشې کړي وای، خو تراوسه دا کار نه دی شوی.

د امنیت شورا ګواښ کړی دی که طالبان د بندیانوخوشې کولو لړۍ چټکه نه کړي نو دوی به هم دا لړۍ ودروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي