سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، پکتیا ولایت کې په یوه غلچکي وسله وال برید کې د دوه ولسي وګړو په ګډون پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د غوايي ۲۴ مه ماسپښین مهال د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د پکتيا د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران وايي، په دې وسله وال برید کې دوه د پوځ، یو پولیس سرتېری او دوه عام وګړي وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې ياد سرتيري له بانک څخه د معاش اخيستو لپاره له زرمت ولسوالي څخه ګردېز ته راغلي و، چې د بېرته ستنېدو پر مهال پرې بريد شوی دی.
کامران وايي، بريدګر د سړک تر غاړې د ښځو په چادري کې ناست و او د پر یادو کسانو چې په یوه سراچه موټر کې سپاره و، د ګردېز اړوند په خطابه سيمه کې ډزې کړې او پنځه واړه یې وژلي دي.
تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:پکتیا