د ولسمشر غني د دوه ځانګړو فرمانونو له مخې ضیاالحق امرخیل او غلام بهاء الدین جیلاني د دولت د وزیرانو په توګه ټاکل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ضیاالحق امرخېل په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر او غلام بهاء الدین جیلاني پيښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزیر ټاکل شوی دی.
د ولسمشر په حکم کې راغلیو چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ مې فقرې د حکم سره سم د ښاغلي ضیاالحق امرخېل ټاکنه په پارلماني چارو کې د دولت دوزیر په توګه راته منظوره ده.
د یادونې ده، چې ښاغلی امرخېل تر دې وړاندې د ولسمشر غني سلاکار وو.
جمهورخبري آژانس:کابل