د اسیا پراختیایې بانک د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د افغانستان لپاره ۴۰ میلیونه امریکایې ډالر وړیا مرسته تصویب کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاده مرسته به د ۱۵ روغتونونو او روغتیايي تاسیساتو جوړولو چې د ۱۱۰۰ څخه زیات د نویو بسترونو په زیاتولو سره د تجرید څانګې او د جدي پاملرنې واحد به ولري همداشان به د پنځو روغتونونو د بیا رغونې په برخه کې هم مرسته وکړي.
دغه روغتونونه او روغتیايي تاسیسات به د امیدواره میرمنو په ګډون د ښځو لپاره د ځانګړو برخو لرونکي وي.
دغه راز یاده مرسته به د بېړنۍ اړتیا وړ درملو او طبي تجهیزاتو تدارکات او د کووېډ-۱۹ په ګډون عامه روغتیايي بېړنیو حالاتو ته د افغانستان د ملي روغتیايي سیستم ځواب ویلو ظرفیت او انعطاف جوړولو څخه ملاتړ وکړي.
د مالیې وزارت رهبرۍ د اسیا پراختیایې بانک له مرستو څخه مننه کوي.
د یادونې وړ ده چې د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان د پرمختګ اوږدمهال شریک دی او بېړنیو حالاتو کې دغه هېواد ته د ګړندي ملاتړ وړاندې کولو ژوره تجربه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل