۰
د اسیا پراختیايي بانک:

له افغانستان سره د کرونا ضد مبارزه کې مرستو ته ادامه ورکوو

سی شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۴
د اسیا پراختیايي بانک وايي دوی له افغانستان سره د کرونا ویروس پر ضد روانه مبارزه کې همکاري کوي.
له افغانستان سره د کرونا ضد مبارزه کې مرستو ته ادامه ورکوو
د اسیا پراختیايي بانک وايي دوی له افغانستان سره د کرونا ویروس پر ضد روانه مبارزه کې همکاري کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد بانک رییس له ولسمشر غني سره په خبرو کې ویلي، کرونا ټوله نړۍ له ګواښ سره مخ کړې ده او دوی هڅه کوي له افغانستان سره د دغه وبا په مخنیوي کې مالي مرستې وکړي.

د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره د ۴۰ میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده او په خبره یې له کرونا سره د مبارزې لپاره لا ډېرو مرستو ته تیار دي.

ولسمشر غني هم د دغه بانک له دایمي همکاریو مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دغه نړیواله وبا د یو بل په همکارۍ د ځمکې له مخ ورکه کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي