خوست او پکتیکا ولایتونو کې د جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې درې قومي مشران وژل شوي او تر لسو زیات ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې لومړی وسله والو پرون ماښام د پکتیکا د خیرکوټ ولسوالۍ په محمد حسین کلي، کې پر قومي مشرانو هغه مهال برید کړی، چې هغه له جومات نه د راوتو په حال کې وو.
د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین وايي، په دې برید کې درې قومي مشران وژل شوي او یوه ماشومه نجلۍ ټپي شوې ده.
بل خوا نن سه شنبې د غوايي ۲۳مه سهار مهال د خوست ولايت د صبري او يعقوبيو ولسوالۍ د خلبېسات په ښار ګوټي کې چاودنه شوې ده.
د خوست د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او لس نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي، چې ټول غریبکاره او د لاسي کراچۍ چلوونکي دي.
سرچينې زياته کړه چې ماين مخکې له مخکې ځای پر ځای شوی و او د خلکو د ګڼې ګوڼې پرمهال چاودنه ورکړل شوې ده.
تر اوسه د دواړو بريدونو مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.
دا په داسې حال کې ده، چې ۹۲ ملکي وګړو ته نن په ننګرهار ولایت کې د یوه ځانمرګي برید او ۲۸ تنو ته په کابل کې په یوه روغتون باندې په ډلیز وسله وال برید کې مرګ ژوبله واوښته.
جمهورخبري آژانس:کابل