۰

سعودي به ۶ سوه افغان بندیان خپل هېواد ته راولېږي

سی شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۹
سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت وايي، ډېر ژر به په دغه هیواد کې بندي ۶۰۰ تنه افغانان خپل هېواد ته ولېږدول شي.
سعودي به ۶ سوه افغان بندیان خپل هېواد ته راولېږي
سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت وايي، ډېر ژر به په دغه هیواد کې بندي ۶۰۰ تنه افغانان خپل هېواد ته ولېږدول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره په ریاض کې د افغانستان سفیر احمد جاوید مجددي د سعودي له الاخباریه تلویزوني شبکې سره خبرو کې کړې ده.

نوموړي ویلي، ټاکل شوې چې ۵۹۷ هغه افغانان چې دا مهال د سعودي په زندانونو کې پراته دي خپل هېواد ته انتقال شي.

د هغه په وینا دا بهیر څو میاشتې وړاندې پیل شوی وای، خو د کورونا ناروغۍ د نړیوالې پراختیا له کبله پکې تر اوسه ځنډ راغی.

په سعودي کې افغان سفیر د جاوید مجددي زیاتوي، چې  دا افغان بندیان به د عربستان د حکومت په لګښت افغانستان ته انتقال شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي