۰

کابل کې په روغتون برید پای ته رسېدلی او ۱۳ تنه وژل شوي

سی شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۲
کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې پر سل بستریز ملي روغتون ډلیز وسله وال برید کې د ښخو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
کابل کې په روغتون برید پای ته رسېدلی او ۱۳ تنه وژل شوي
کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې پر سل بستریز ملي روغتون ډلیز وسله وال برید کې د ښخو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو کسانو نن سه شنبې د غوايي ۲۳ مه سهار ۱۰ بجې د کابل ۱۳ مې امنیتي حوزې دشت برچي اړوند ټانګ تیل سیمه کې پر یوه سل بستریز روغتون چې د بې پولې ډاکترانو ولادي روغتون هم په کې دی برید وکړ.

عیني شاهدان وايي، لومړی په یاده سیمه کې چاودنه وشوه، وروسته ډزې وې او د روغتون دننه لوګی پورته شو.

د برید سره سم سیمې ته ځانګړي امنیتي ځواکونه ورسېدل او له وسله والو سره یې جګړه پیل کړه، چې نېږدې ۴ ساعته یې دوام وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په یوه غیز پیغام کې ویلي ۳ تنه بریدګرو په دغه روغتون برید کړی، چې ۱۳ تنه یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

نوموړی زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو کې دوه نوي زېږدي ماشومان، د ماشومانو میندې او نرسانې شاملي دي او په ټپیانو کې هم ښځې، ماشومان او نارینه شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د برید له ځایه څخه د درې بهرنیانو په ګډون ۱۰۰ تنه ژغورل شوي  او برید د درې واړه بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو د ملي امنیت شورا وايي دا برید طالبانو ځکه دغه ډلې د سولې له غوښتنې سره-سره بیا هم خپل بریدونه روان ساتلي دي.

خو وسله والو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په ننګرهار کې هم په یو ځانمرګي برید کې، چې په جنازه کې وشو،  ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۸ نور وژل شوي دي.

مخکني معلومات:

د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، پلازمېنه کابل ښار کې پر یوه روغتون ډلیز وسله وال برید شوی، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې معلومات نشته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید نن سه شنبې د غوایي ۲۳ مه سهار د کابل ښار لوېدیځ ته د ۱۳ امنیتي حوزې اړون د دشت برچي په ټانګ تېل سیمه کې شوی دی.

عیني شاهدان وايي، په یاده سیمه کې یو دولتی سل بستریز روغتون او د بې پولې ډاکترانو زېږتون ته نېږدې درنه چاودنه وشوه، وروسته ډزې پیل شوې او د روغتون څخه لوګي پورته شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او تر اوسه پورې یې ۸۰ تنه ژغورلي او هڅه کوي، ټول بند کسان وژغوري.

نوموړي زیاته کړې چې افغان ځانګړي ځواکونه روغتون ته داخل شوي او دا مهال یې یو بریدګر وژلی او هڅه کوي چې نور بریدګر هم له منځه یوسي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه برید پر دولتي او که خصوصي روغتون شوی دی اود کورنیو چارو وزارت د رامنځته شوي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو طالبانو په کې لاس لرل په رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې هم د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی برید شوی، چې له امله ۱۵ ملکیان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

د دغه برید مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی اخیستی خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي