۰
افغان حکومت:

طالبان باید د زر تنو بندیانو مقابل کې۲۰۰ سرتیري خوشي کړي

دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۵
د ملي امنیت شورا ویاند وایي، حکومت ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشي کړي نو طالبان یې باید په مقابل کې په قطر کې له امریکا سره د شوې هوکړې سره سم ۲۰۰ دولتي سرتیري خوشې کړي.
طالبان باید د زر تنو بندیانو مقابل کې۲۰۰ سرتیري خوشي کړي
د ملي امنیت شورا ویاند وایي، حکومت ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشي کړي نو طالبان یې باید په مقابل کې په قطر کې له امریکا سره د شوې هوکړې سره سم ۲۰۰ دولتي سرتیري خوشې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن دوشنبې د غوايي ۲۲ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، طالبانو تر دې دمه هغومره دولتي سرتیري نه دي خوشې کړي چې ژمنه یې کړې وه.

د هغه په وینا د طالبانو له خوا ۱۷۱ تنه خوشې شوي، خو په دې کې د ده په وینا یوازې ۱۰۵ تنه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي.

نوموړي زیاته کړه، که د حکومت له خوا د خوشي شویو طالب بندیانو په مقابل کې ۲۰۰ دولتي سرتیري خوشې نکړي نو حکومت مکلف نه دی چې نور طالب زندانیان خوشي کړي.

حکومت له طالبانو غوښتي چې د هغو ۶۱۰ افغان سرتیرو د برخلیک په اړه باید وضاحت ورکړي چې حکومت یې لېست دې ډلې ته سپارلی دی.

دغه راز فیصل وايي، طالبان لا هم پر تاوتریخوالي باور لري او د سولې لپاره کومه طرحه نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین نن اعلان کړی، چې دوی نن او پرون په فاریاب او بادغیس ولایتونو کې د افغان حکومت ۵۳ تنه ورخوشي کړي دي.

د بادغیس چارواکي وايي، دغه ولایت کې د طالبانو له خوا ۱۷ زندانیان خوشي شوي، چې ۱۱ یې سرتېري، درې یې د موسیساتو کارکوونکي او درې ملکي وګړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي