۰

کابل کې څلور چاودنو څلور تنه ټپیان کړل

دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۲
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې څلور پرلپسې چاودنې شوې او د یوه ماشوم په ګډون ۴ تنه په کې ټپیان شوي دي.
کابل کې څلور چاودنو څلور تنه ټپیان کړل
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې څلور پرلپسې چاودنې شوې او د یوه ماشوم په ګډون ۴ تنه په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څلورواړه چاودنې نن دوشنبې د غوايي ۲۲ له سهار راهیسې د ښار د ۱۷ مې ناحیې اړوند سیمو کې شوي دي.

د کابل امنیه قومانداني وايي، ټولې چاودنې د سړک د غاړې اېښودل شویو ماینونو څخه دي، چې د یوه ماشوم په ګډون څلور ملکي وګړي په کې سربېرن ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي