۰
ولسمشر غني:

کرونا د دې لامل نه کېږي، چې مجرمین دې تعقیب او ونه نیول شي

دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۰
ولسمشر محمد اشرف غني د سویلي زابل او کندهار ولایتونو د امنیت ارزولو غونډه کې ویلي، څوک چې جرم کوي، باید د افغان ځواکونو له خوا تعقیب او ونیول شوي.
کرونا د دې لامل نه کېږي، چې مجرمین دې تعقیب او ونه نیول شي
ولسمشر محمد اشرف غني د سویلي زابل او کندهار ولایتونو د امنیت ارزولو غونډه کې ویلي، څوک چې جرم کوي، باید د افغان ځواکونو له خوا تعقیب او ونیول شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني پرون د غوايي ۲۱ مه د ویډیويي کنفرانس له لارې د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب، د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندان، د زابل او کندهار د امنیه قوماندانانو او ملي امنیت د ریسانو سره د یادو ولایتونو د امنیت په اړه د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

د امنیتي چارواکو د راپورونو تر شریکولو وروسته ولسمشر د امنیتي ځواکونو د  هلو ځلو او سرښندونو مننه او اړوند چارواکو ته یې لارښوونه و کړه، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت لارښوونو سره سم کرونا سره مبارزې او احتیاطي تدابیرو ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي غني و ویل، څوک چې جرم کوي او مجرم وي باید د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا تعقیب او د  قانون منګولو ته وسپارل شي.

ولسمشر ویلي«هغوی چې د جرم مرتکب کېږي، کرونا وبا هیڅ وخت د دې لامل نه کېږي چې هغوی به نه تعقیبېږي او نه به نیول کېږي، له مجرمینو سره باید قانوني چلند وشي، په دې برخه کې هیڅ نرمښت نه دی راغلی.»

افغان ولسمشریادو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د خلکو ستونزو ته د رسیدګي ترڅنګ له هغوی سره له نږدې کار وکړي.

دغه راز ولسمشر یادو مسوولینو ته دا هم ویلي، چې د ګمرکونو او لویو لارو د امنیت تامین ته پاملرنه وکړي او همدارنګه په جدي توګه د اخاذیو مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي