۰

د حامد چنګیز د بانډ غړی زریالی مشور په زروی سبز ونیول شو

یکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۲
کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د حامد چنګېز په نوم د جنایتکاران د بانډ د یو پاتې شونی د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د حامد چنګیز د بانډ غړی زریالی مشور په زروی سبز ونیول شو
کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د حامد چنګېز په نوم د جنایتکاران د بانډ د یو پاتې شونی د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د غوایي ۲۱مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، نیول شوی کس زریالی نومېږي، چې په زروی سبز مشهور دی.

خبرپاڼه وايي، له زرو سبز جنایتکار سره د هغه دوه نور ملګري بلال او محمد الله هم نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، دغه  کسانو له څه مودې راهیسې د کابل په درېیمه، شپږمه، اوومه او دیارلسمه ناحیو کې په غلاو، شکو، ټپي کولو، اخلاقي جرائیمو او قتلونو لاس پورې کړی وو.
 
خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد جنایتکاران له مخکې د پولیسو تر څار لاندې و، چې باالاخبره پرون ماښام د پولیسو له خوا د شپږمې حوزې اړوند سیمو کې ونیول شول.

کورنیو چارو وزارت وايي، له دوی څخه دوه میله کمری تومانچې، یو عراده سراچه موټر هم تر لاسه شوي او  دا مهال تر پلټونو لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي