د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون وايي، ولسمشر غني او عبدالله په خپل منځ کې یو سیاسي توافق ته نږدې شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مایدون ټینګار ګړي، چې په افغانستان کې په اوسنیو شرایطو کې د افغان مشرانو تر منځ یو سیاسي توافق مهمه اړتیا ده.
نوموړي ویلي« موږ اورېدلي دي چې د دواړو لوریو خبرې مثبتې خواته نږدې شوې دي، په دې پایله کې به مالکیت له افغانانو سره وي، نړیوال په کې هېڅ ښکیل نه دي، خو زموږ ټینګار د دغې هوکړې پر وخت او ژر تر ژره کېدو باندې دی.»
د اروپايي ټولنې سفیر زیاتوی، دوی په دې باور دي چې د دغې لانجې د اوږدېدو لپاره نور وخت نشته، ځکه په وینا یې خلک له ستونزو سره مخ دي.
د یادونې ده، ارګ هم له عبدالله سره په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی خو هغه ټولې اوازې یې رد کړې دي چې وايي، حکومت به د عبدالله او غني تر منځ نیم وي او عبدالله ته به ډير صلاحیتونه ورکړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل