۰
طالبان:

امریکايي قراردادي مارک فریشز زموږ سره نشته

یکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۲
طالبان وايي، د امریکا د سمندري ځواکونو لوی قراردادي مارک فریشز له طالبانو سره نه دی او نه هم له دوی سره د دغه کس په اړه کوم معلومات شته.
امریکايي قراردادي مارک فریشز زموږ سره نشته
طالبان وايي، د امریکا د سمندري ځواکونو لوی قراردادي مارک فریشز له طالبانو سره نه دی او نه هم له دوی سره د دغه کس په اړه کوم معلومات شته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو زیاته کړې، چې د حقاني شبکې په شمول یې خپل ټول صفونه له جنورۍ راهیسې د تښتول شوي امریکايي قراردادي مارک فریشز پسې لټولي، خو موندلی یې نه دی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهېل شاهین اسوشیټډ پرېس اژانس ته ویلي، د دوی پلټنې ښيي چې د امریکا د سمندري ځواکونو لوی قراردادي مارک فریرچس له طالبانو سره نه دی او نه هم له دوی سره د دغه کس په اړه کوم معلومات شته.

 یو بل طالب چارواکی چې له امریکا سره د طالبانو د مذاکراتو د مرکچي پلاوي مهم غړی هم دی، ویلي یې دی چې دوی امریکايي لوري ته خبر ورکړی دی چې دغه امریکايي له طالبانو سره برمته نه دی.

د یادونې ده، چې خلیلزاد قطر په وروستي سفر کې له طالب استازو سره د امریکا د سمندري ځواکونو د قراردادي د راخوشي کولو په اړه خبرې کړې دي.

اوس تازه په پاکستان کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر سره هم دې اړه غږېدلی او د مارک فریرچس د خوشي کېدو په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه ترې کړې ده.

د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی غړی مارک فریشز چې د یو قراردادي شرکت عامل مدیر دی، د تیر ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې په میاشت کې د خوست په ولایت کې د ناپیژاندو وسله والو له خوا تښتول شوی دی.

د مارک فریشز د تښتولو راپور په لومړي ځل د امریکا نیوزویک مجلې ورکړی وو او ویل کېږي د ډېورنډ فرضي کرښې نېږدې سیمو ته لېږدول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي