۰

کابل کې د یوه جومات ملا امام وژل شوي دی

یکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۳
راپورونه وايي، ناپېژاند وسله والو کسانو پلازمېنه کابل کې د یوه جومات ملا امام د ترواېح د لمانځ پر مهال وژلی دی.
کابل کې د یوه جومات ملا امام وژل شوي دی
راپورونه وايي، ناپېژاند وسله والو کسانو پلازمېنه کابل کې د یوه جومات ملا امام د ترواېح د لمانځ پر مهال وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د غوايي ۲۰) د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمې په یوه جومات کې رامنځ ته شوې.

د سرچینو په وینا د اوومې ناحیې فیصل ښارګوتي د جامع جومات په ملا امام قاري اکرام الحق اریايي په محراب کې ډزې شوې او وژل شوی دی.

د کابل امنیه قومانداني پېښه تاییدوي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي وايي، د قاتلینو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي