۰

کورنیو چارو وزات: لوګر کې ۱۱ طالبان وژل شوي

یکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۰
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې لوګر ولایت کې د افغان ځانګړو پولیسو په عملیاتو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
کورنیو چارو وزات: لوګر کې ۱۱ طالبان وژل شوي
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې لوګر ولایت کې د افغان ځانګړو پولیسو په عملیاتو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر مخې وزارت نن یکشنبې د غوايي ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو پولیسو تېره شپه د لوګر د محمد آغې ولسوالۍ په کولي کلي کې عملیات وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه ژوندي نیول شوي دي.

په ورته وخت کې  کورنیو چارو وزارت وايي، د همدې ولسوالۍ به احمدزي کلي کې هم د عملیاتو پر مهال ۲ تنه له ترهګرو سره د تړاو په تور له ۳ میله وسلو سره نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
.
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي