له ننګرهار نه کونړ ته د برېښنا لېږد قرارداد لاسلیک شو

21 ثور 1399 ساعت 9:37

د ولسمشر غني په حضور کې، له ننګرهار څخه کونړ ته د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزي قرارداد لاسلیک شو.


د ولسمشر غني په حضور کې، له ننګرهار څخه کونړ ته د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزي قرارداد لاسلیک شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  دغه تړون پرون شنبې د غوایي ۲۰ مه د برېښنا شرکت د رییس داوود نورزي او د KPTL شرکت مرستیال رامېش کمار ترمنځ لاسلیک شو.

د برېښنا شرکت رییس داوود نورزي ویلي، له ننګرهار څخه کونړ ته د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي پروژه به په ټاکل شوي وخت سره پای ته ورسېږي.

دی وايي، د ۲۹.۹ میلیون ډالرو په لګښت د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا دغه پروژه به په دوو کلونو کې بشپړه شي، چې د استوګنیزو، صنعتي او سوداګریزو له ۳۰ زرو څخه زیات مشترکین به ترې ګټه واخلي او همداراز د برېښنا د دې مزي له لارې به نورستان ولایت ته هم د برېښنا یو دهلېز پرانیستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127706

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127706/

جمهور
  https://www.jomhornews.com