۰

ملګرو ملتونو کرونا ځپلو هېوادونو ته کابو ۷ میلیارد ډالرو مرسته غوښتې

یکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۳
ملګري ملتونه وايي، د نړۍ بېوزله او کرونا ځپلو هېوادونو سره د مرستې لپاره میلیاردونو ډالرو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو کرونا ځپلو هېوادونو ته کابو ۷ میلیارد ډالرو مرسته غوښتې
ملګري ملتونه وايي، د نړۍ بېوزله او کرونا ځپلو هېوادونو سره د مرستې لپاره میلیاردونو ډالرو ته اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو متلونو ویلي تر دې وړاندې یې له بېوزله هېوادونو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالر راټول کړي و، خو اوس هڅه کوي، دغه مرستې ډېرې کړي.

ملګرو ملتونو د نړۍ بېوزله او کرونا ځپلو هېوادونو ته د ۶.۷ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

دغه پسې د هغو هېوادونو لپاره راټولېږي، چې بېوزله دي، د کرونا له جدي خطر سره مخ دي، روغتیایي سیستم یې کمزوری دی او کډوال پکې پراته دي.

ملګرو ملتونو هیله څرګنده کړې چې وکړی شي د دغه ډول مرستو په ترسره کولو په بېوزله هېوادونو کې د بشري ناورین مخه ونیسي.

ملګري ملتونه دغه څرګندونې پر داسې  مهال کوي، چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۰۰۷۲۸ ته رسېدلی دی چې له دې ډلې یې ۲۸۰۴۳۱ کسه مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي