د ملي امنیت شورا وايي، د افغان حکومت له زندانونو څخه د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر دوام لري او تر اوسه ۹۳۳ تنه طالب زندانیان له بند څخه ازاد شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل امریکا غږ ته ویلي، چې حکومت پرون هم ۳۱ طالبان خوشي کړل.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې سره د خوشي شویو طالب زندیانانو شمېر۹۳۳ ته ورسېد.
د افغانستان جمهور رئیس د ۱۳۹۸ د کب په ۲۰مه د سولې په بهیر کې د پرمختګ او له کروناویروس سره د مبارزې په هدف د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.
د دغه فرمان په اساس ټاکل شوې چې په لومړي پړاو کې ۱۵۰۰ طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو څخه خوشې شي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي که د سولې خبرې ژر پیلېږي ښايي نور طالب بندیان هم ازاد شي.
بلخوا وسلهوالو طالبانو هم تر اوسه ۱۳۲ تنه چې د دغې ډلې په وینا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین دي له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل