۰

افغانستان کې د کرونا پېښې ۳۵۶۳ تنو ته ورسېده

پنجشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۳
د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا۱۷۱ نورې تازه مثبت پېښې ثبت شوې دي.
افغانستان کې د کرونا پېښې ۳۵۶۳ تنو ته ورسېده
د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا۱۷۱ نورې تازه مثبت پېښې ثبت شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکتر وحید مجروح نن پنشنبې د غوايي ۱۸ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې د ۱۷۱ تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۵۶۳ تنو ته ورسېده.

نوموړي زیاته کړه، چې ۱۷۱ پېښو څخه ۴۵ په هرات، ۳۴ کابل، ۱۸ پکتیا، ۱۶ کندهار، ۱۵ بادغیس، ۱۳ بامیان، ۱۰ غزني، ۹ میدان وردګ، ۳ بدخشان، ۳ پنجشېر، ۲ زابل، ۲ لوګر او یوه پېښه په خوست ولایت کې ده.

دغه راز د عامې روغتیا وزرات مرستیال وايي، تېره ورځ او شپه کې د کرونا له امله دوه تنه مړه شوي هم دي، چې په دې سره د مړو شمېر ۱۰۶ تنو ته ورسېده.

همدارنګه نوموړی زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ تنه د کرونا ویروس څخه ښه شوي هم دي، چې د ټولو روغو کسانو شمېر ۴۶۸ تنو ته رسېدلي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض  
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي