ملکي دولتي کارکوونکي رخصتي د روژې تر پایه وغځېده

18 ثور 1399 ساعت 12:30

د اداري اصلاحاتو کمېسیون، په کابل کې د ملکي دولتي کارکوونکو رخصتي یې د روژې تر پایه وغځوله.


د اداري اصلاحاتو کمېسیون، په کابل کې د ملکي دولتي کارکوونکو رخصتي یې د روژې تر پایه وغځوله.

  د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون نن پنشنبې د غوايي ۱۸ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا پرېکړه د ثور د میاشتې په ۱۳مه د کابینې په غونډه کې شوې ده.

خبرپاڼه  وايي، د یادې پرېکړې سره سمم د ملکي دولتي کاروونکو رخصتي د روژې تر پاي پورې غځېدلې او د ادارو د رئیسانو په شمول هغه کسان به یوازې دندو ته حاضرېږي چې د کار لپاره یې اړتیا موجوده وي.

 د یادونې ده، چې کابل کې د وري میاشتې په اتمه قرنطین اعلان شوی، له همغه وخته راهیسې په کې لوی شمېر دولتي کارکوونکي رخصت دي، خو د امنیت، صحت او ښاروالۍ برخې کارمندان بیا په نورمال ډول دندو ته ځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127617

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127617/

جمهور
  https://www.jomhornews.com