۰

میدان وردګو کې ۲۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۴
سیمه ییز چارواکي ادعا کوي، چې په میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
میدان وردګو کې ۲۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکي ادعا کوي، چې په میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د والي ویاند محب الله شریف زوی وايي، طالبانو ته یاد مرګ ژوبله پرون چهارشنبې شپه د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې اوښتې ده.

د والي د ویاند په وینا طالبانو په یاده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یوه اکمالاتي کاروان برید وکړ او څلور افغان پوځیان یې ټپیان کړل.

دی زیاتوي، چې د طالبانو له برید وروسته افغان هوايي ځواک پر طالبانو برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۲۲ وسله وال وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي شریفزي د وردګ ولایت د سیمه‌ ېیزو چارواکو په حواله ویلي، لاهم د طالبانو ځیني کسان لادرکه دي او زیاتوي چې ښایې د مړو شمېر لا ډېر وي.

تر اوسه وسله‌ والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ‌ده کړی.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي