د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، منسوبینو یې پلازمېنه کابل کې د داعش او حقاني شبکې ګډه هسته له منځه یووړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد ریاست نن چهارشنبې د غوايي ۱۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دوی تېره شپه د کابل ښار ۱۱مه ناحیه سرکوتل سیمه او شکر درې ولسوالۍ کې د دغې هستې پر ضد هدفي عملیات کړي دي.
سرچینه وايي، په عملیاتو کې د دغې مخالفې ډلې پنځه غړي وژل شوي او اته نور یې له سپکو او درنو وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.
د ملي امنیت ریاست خبرپاڼه کې راغلي، د دغې ګډې هستې مشري د داعش کتیبې مسؤل او همغږي کوونکي ثناالله پر غاړه درلوده.
ملي امنیت وايي، همدې ډلې د ولسمشر د لوړې پر مراسمو راکټي برید، د سېکهانو پر درمسال ځانمرګي برید، د عبدالعلي مزاري د تلین پر غونډې ډله ییز برید او بګرام هوایي اډې وروستي توغندیز برید کې لاس درلود.
د ملي امنیت په وینا، دغې وسله والې ډلې په کابل ښار کې هدفي وژنې هم کولې.
جمهورخبري آژانس:کابل