۰

هلمند کې د طالبانو له لوري اړول شوی سړک بېرته جوړ کړای شو

چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۹
د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو له وري یو سړک چې په بمونو الوځول شوی و، بېرته د افغان ځواکونو له خوا رغول شوی دی.
هلمند کې د طالبانو له لوري اړول شوی سړک بېرته جوړ کړای شو
د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو له وري یو سړک چې په بمونو الوځول شوی و، بېرته د افغان ځواکونو له خوا رغول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا طالبانو څه وخت وړاندې د نادعلي ولسوالۍ د لوی مانده د کوپک په سیمه کې ۳ کیلومتره پوخ سړک اړولی و.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر پر خپله فسبوک پاڼه  په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، اوس دغه سړک بېرته د افغان ځواکونو له لوري رغول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه سړک د مګړی د ۲۱۵ میوند قول اردو د انجینرۍ ټیم له لوري رغول شوی او د خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي