۰
امریکا دفاع وزیر:

طالبان پر خپلو کړو ژمنو نه دي ولاړ

چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۸
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر یو ځل بیا ویلي، طالبانو پر هغو ژمنو ولاړ نه دي، چې د فبروزۍ د میاشتې په موافقه کې یې کړې دي.
طالبان پر خپلو کړو ژمنو نه دي ولاړ
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر یو ځل بیا ویلي، طالبانو پر هغو ژمنو ولاړ نه دي، چې د فبروزۍ د میاشتې په موافقه کې  یې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مارک اسپر دغه څرګندونې پرون سه شنبې د غوایي ۱۶ مه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

په دغه خبري کنفرانس کې له اسپر نه پوښتنه شوې، چې ایا طالبان پر خپلو ژمنو درېدلي؟ هغه په ځواب کې ویلي، فکر نه کوي، چې درېدلي وي.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر دا هم ویلي، فکر کوي د افغانستان حکومت هم پرخپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

نوموړي زیاته کړې افغان حکومت او طالبانو دواړو ته په‌ کار ده چې پر هغو اصولو ودرېږي او عملي یې کړي چې په موافقه کې یاد شوي دي.

که څه هم د امریکا دفاع وزیر له طالبانو سره په هوکړه کې افغان حکومت هم لتاړ بللی ، خو د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو په خبرو کې چې په پایله کې یې د فبرورۍ په ۲۹مه، د دواړو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شوه، ګډون نه ‌درلود.

طالبانو د سولې په موافقه کې ژمنه کړې چې تاوتریخوالی به کموي، خو افغان او امریکايي چارواکي وايي چې طالبانو د سولې له موافقې په راوروسته دوو میاشتو کې بریدونو ته زور ورکړی دی.

د روېټرز خبري اژانس له شمېرنو سره سم، طالبانو په تېرو ۴۵ ورځو کې ۴ زره ۵۰۰ بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا له موافقې سره سم له افغانستانه د ځواکونو ایستل پیل کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي