ولسمشر غني څو مرکزي ولایتونو له والیانو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې پر دوی غږ کړي، چې د ځمکو د غصب او تاریخي اثارو د قاچاق او غلا مخه ونیسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون سه شنبې د غوایي ۱۶ مه د میدان وردګ، لوګر، غزني او بامیانو له والیانو سره د ویډيو کنفرانس له لارې خبرې کړي.
نوموړي والیانو ته سپارښتنه کړې، چې په دغه ولایتو کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو سپارښتنه کړې ده او د بامیانو والي ته یې ویلي، چې د تاریخي اثارو د قاچاق او غلا مخه ونیسي.
په دې خبرو کې د ننګرهار له امنیتي چارواکو غوښتل شوي، چې په دغه ولایت کې د امنیت د تامین لپاره لاس په کار شي او په مومندره ولسوالۍ کې دې امنیتي تهدیدونه له منځه یوسي.
جمهورخبري آژانس:کابل