۰

پروان کې بیا د برېښنا شرکت په کارکوونکو چاودنه شوې

چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۶
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې یو ځل بیا د برېښنا شرکت په کارکوونکو ماین چاودنه شوې، چې له امله یې د پروان د برېښنا شرکت مرستیال وژل شوی دی.
پروان کې بیا د برېښنا شرکت په کارکوونکو چاودنه شوې
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې یو ځل بیا د برېښنا شرکت په کارکوونکو ماین چاودنه شوې، چې له امله یې د پروان د برېښنا شرکت مرستیال وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پروان د برېښنا شرکت کاروونکي وايي، دغه  چاودنه پرون سه شنبې د غوايي ۱۶ مه مازیګر مهال شوې ده.

د پروان د برېښنا شرکت یو مسوول توکل رحماني وايي، په دغه چاودنه کې د شرکت د پروان حوزې تجارتي مرستیال مرتضی سروري وژل شوی دی او د پروان برښنا د رییس روح الله ساجد په شمول یې یو شمېر نور کسان ټپيان شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دغه چاودنې نیم ساعت وړاندې هم د پروان په ګلغونډۍ کې د برښنا شرکت پر کار کوونکو د ماین چاودنه شوې وه، چې پنځه کارکوونکي یې پکې ټپیان شوي وو.

د ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی. له پرون راهیسي دا درېمه چاودنه ده چې په پروان ولایت کې د برښنا شرکت پر کار کوونکو کېږي، خو تر اوسه  یې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي