۰
حکومت:

د بندیانو په آزادېدو سره دې طالبان د سولې خبرې پیل کړي

سی شنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۰
د ملي امنیت شورا له طالبانو غوښتي چې د بندیانو په خلاصېدو سره د سولې خبرې هم پیل کړي.
د بندیانو په آزادېدو سره دې طالبان د سولې خبرې پیل کړي
د ملي امنیت شورا له طالبانو غوښتي چې د بندیانو په خلاصېدو سره د سولې خبرې هم پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له دفتره نن سه شنبې د غوايي ۱۶ مه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، حکومت له طالبانو غواړي، چې تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي.

افغان حکومت پر طالبانو غږ کړی، چې د ورسپارل شوي لېست سره سم، د امنیتي ځواکونو غړي او ولسي خلک چې طالبانو تښتولي، خوشې کړي.
د یادونې ده، چې افغان حکومت نن هم ۱۰۲ تنه طالب زندانیان خوشي کړل او وايي په راتلونکو ورځو کې به نور هم خوشي کړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین هم پرون ماښام په یوه پیغام کې د خپلو زندانیانو د خوشې کیدو هرکلی کړی و او له حکومته یې وغوښتل چې دغه بهیر ګړندی کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي