۰

افغان حکومت ۱۰۲ تنه طالب زاندانیان خوشي کړل

سی شنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۷
افغان حکومت د ولسمشر غني له فرمان سره سم له څرخې پله زندان څخه ۱۰۲ تنه نور طالب زندانیان هم خوشې کړي دي.
افغان حکومت ۱۰۲ تنه طالب زاندانیان خوشي کړل
افغان حکومت د ولسمشر غني له فرمان سره سم له څرخې پله زندان څخه ۱۰۲ تنه نور طالب زندانیان هم خوشې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا وايي، دغه زندانیان پرون دوشنبې د غوايي ۱۵ مه خوشي شوي دي.

د ملي امنیت شورا زیاتوي، چې په دې سره  د ټولو ازادو شوو طالب زندانیانو شمېر ۸۵۰ ته ورسېد.

سرچینه وايي، د زندانیانو خلاصون ته په کتو طالبان باید له خنډ او ځنډ پرته د دولت د لست مطابق د افغان ملي امنیتي ځواکونو غړي خوشي کړي، څو مخامخ خبري پیل شې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین هم پرون ماښام په یوه پیغام کې د خپلو زندانیانو د خوشې کیدو هرکلی کړی و او له حکومته یې وغوښتل چې دغه بهیر ګړندی کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي