۰

افغان ځواکونو د داعش پاکستانی استخباراتي مسوول نیولی

سی شنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۱
ملي دفاع وزارت وايي افغان کمانډویانو په افغانستان کې د داعش ډلې د استخباراتو پاکستانۍ مسوول له یوه بل ملګري سره نیولی دی.
افغان ځواکونو د داعش پاکستانی استخباراتي مسوول نیولی
ملي دفاع وزارت وايي افغان کمانډویانو په افغانستان کې د داعش ډلې د استخباراتو پاکستانۍ مسوول له یوه بل ملګري سره نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه داعشیان تېره شپه د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند سیمه کې نیول شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو په یاده سیمه کې عملیات وکړل، چې پر مهال یې د داعش ترهګرې ډلې د استخباراتو مسؤل معین اصغر مشهور په ظریف او فرید الله مشهور په شاکر نیول شوي دي.

خبرپاڼه وايي، دواړه نیول شوي داعشیان پاکستانیان دي او ورسره پاکستاني شناختي کارډونه، یو میل کلاشنکوف، پنځه مبایلونه، مهمات او نور اسناد هم نیول شوي دي.

تر دې وړاندې هم افغان ملي امنیت ځواکونو د افغانستان لپاره د داعش خراسان پاکستانی والي او ۱۹ نور بهرني وګړي نیولي وو چې له آی ایس آی، حقاني شبکې، لشکر طیبې او نورو ترهګریزو سازمانونو سره یې په افغانستان کې د دغې ډلې اړیکې افشا کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي