د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ولسمشر غني د حکم په اساس ۹۸ نور طالب بندیان د څرخي پله له زندان څخه خوشي شول.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې شورا ویاند جاوید فیصل نن دوشنبه د غويي۱۵ ویلي دغه بندیان د ولسمشر غني د فرمان سره سم پرون یکشنبې د څرخي پله له زندان نه خوشي شول.
نوموړي ویلي، چې دغه ۹۸ تنه طالب زندانیان د هغوی عمر، روغتیايي وضعیت، او د قید پاتې مودې ته په پام سره ازاد شول.
ښاغلي فیصل زیاته کړې چې په سوله کې د پرمختګ او له کرونا سره د مبارزې په هدف د زندانیانو د خلاصولو لړۍ دوام لري چې ټاکل شوې نن دوشنبه هم یو شمېر طالب بندیان ازاد شي.
د یادونې ده، چې افغان حکومت د تېرې جمعې په ورځ هم د څرخي پله له زندان څخه ۹۸ طالب بندیان خوشي کړي وو.
باید وویل شي، چې ولسمشر غني د ۱۳۹۸ کال د (کب میاشتې پر ۲۰مه) د سولې پروسې او کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د ازادولو فرمان وکړی و.
افغان حکومت تر دا مهاله د یاد فرمان له مخې ۷۴۸ طالب بندیان ازاد کړي چې ټاکل شوې پاتې ۷۵۲ نور طالب بندیان هم ازاد کړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې طالبانو هم تر دا مهاله ۱۰۷ زندانیان افغان حکومت ته سپارلي چې یوازې ۵۸ یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په کندز ولایت کې د طالبانو لخوا هم ۴۶ بندیان ازاد شول چې د ملي امنیت شورا په وینا ۳۹ یې افغان امنیتي ځواکونه و.
جمهورخبري آژانس:کابل