۰
انتونیو ګوتریش:

حکومتونه د ژورنالستانو او مطبوعاتو ساتنه وکړي

یکشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۸
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان پر حکومتونو غږ کړی چې د ژورنالېستانو او مطبوعاتو د فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي او د دوی ساتنه وکړي.
حکومتونه د ژورنالستانو او مطبوعاتو ساتنه وکړي
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان پر حکومتونو غږ کړی چې د ژورنالېستانو او مطبوعاتو د فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي او د دوی ساتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خپاره کړي ویډيويي پیغام کې ویلي، اوسمهال خبریالان تر بل هر وخت مهمه او خطرناکه دنده پر مخ وړي.

ښاغلي ګوتریش زیاته کړې، په داسې حال کې، چې کرونا ویروس ټوله نړۍ له ګواښ سره مخ کړې ده، دا خبریالان دي چې باید وخت پر وخت تازه او مهم معلومات له خپلو خلکو سره شریک کړي.

نوموړي پر حکومتونو غږ کړی چې د بیان ازادي، خبریالان او رسنۍ خوندي کړي او له دوی سره د فعالیتونو او رسنیزو کارونو په لا ښه ترسره کېدو کې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي