د کورنیو چارو وزارت مخکنی امنیتي معین جنرال منیر منګل هم د کرونا وبا له امله په حق رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نوموړي د مړینې پخلی د هغه کورنۍ تایید کړی دی.
تر دې لنډه موده مخکې د جنرال منیرمنګل یو ځوان زوی هم د کرونا وبا له امله مړ شوی وو.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې کرونا ویروس ورځ تربلې مخ په پراخېدو دی او د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا که خلک احتیاط ونه کړي ناورین به رامنځ ته شي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کابو ۲۵۰۰ تنو ته رسېږي، چې نېږدې ۳۵۰ بېرته ترې رغېدلي خو ۷۰ پورې نور یې مړه کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل
.