۰
کورنیو چارو وزارت:

طالبانو تېرو ۳ میاشتو کې زر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۸
د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو زیاتېدو او په کې د ملکي مرګ ژوبلې زیاتېدو خبر ورکړی دی.
طالبانو تېرو ۳ میاشتو کې زر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو زیاتېدو او په کې د ملکي مرګ ژوبلې زیاتېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن شنبې د وري ۱۳ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په تېرو دری میاشتو کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۰۰۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ارین وویل چې د ۱۳۹۸ کال د حوت میاشتې له پیل څخه بیا تر دا مهاله د طالبانو په بریدونو کې ۳۸۷ ملکي وګړي وژل شوي ۵۹۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې طالبانو په تېرو درې میاشتو کې شااخوا ۲۰۰ ملکي وګړي هم برمته کړي دي چې په وینا یې برخلیک یې تر اوسه نه دی معلوم.

خو طالبانو بیا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده په افغانستان کې د ملکي تلفاتو زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ تيره اونۍ وویل چې په تیرو درې میاشتو کې د جګړو او ماین چاودنو له امله ۵۳۳ ملکیان وژل شوي دي.

یوناما د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره د ښکېلو ډلو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې وه.

پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي هم نن شنبه ویلي چې د ملکي تلفاتو مخنیوي په هدف باید د بندیانو خلاصولو بهیر ګړندی او تاوتریخوالی کم شي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي