۰
ناټو:

له افغانستان څخه نه وځو، د ځواکونو حضور مو اړین دی

پنجشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۲
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په یو تازه بیان کې ویلي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د ناټو ځواکونو حضور اړین دی.
له افغانستان څخه نه وځو، د ځواکونو حضور مو اړین دی
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په یو تازه بیان کې ویلي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د ناټو ځواکونو حضور اړین دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ ټینګار کړی چې بهرني ځواکونه به په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا این بي سي تلویزون خبر ورکړی و چې ولسمشر ټرمپ خپل ټول سرتېري د کرونا له کبله له افغانستان څخه باسي.

خو د ناټو سازمان منشي نه یوازې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په حضور ټینګار کړی بلکې ویلي یې دي چې دغه سازمان به د افغان ځواکونو پیاوړتیا، روزنې او مشورو ته دوام ورکړي.

له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو ایستلو په اړه د افغانستان ولسي جرګې امریکا ته خبرداری ورکړی چې له امنیتي تړون څخه خلاف د ځواکونو ایستل به نه یوازې امریکا بلکې سیمې او نړۍ ته بدې پایلې ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي