۰

امریکا افغانستان ته تازه دمه ۸۰۰ سرتېري لېږي

پنجشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۶
په داسې حال کې، چې ویل کېږي امریکایي ولسمشر ټرمپ خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه باسي امریکايي رسنیو خبر ورکړي، چې تازه دمه ۸۰۰ امریکايي سرتېري افغانستان ته تلونکي دي.
امریکا افغانستان ته تازه دمه ۸۰۰ سرتېري لېږي
په داسې حال کې، چې ویل کېږي امریکایي ولسمشر ټرمپ خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه باسي امریکايي رسنیو خبر ورکړي، چې تازه دمه ۸۰۰ امریکايي سرتېري افغانستان ته تلونکي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یو ایس ارمي په نوم خبري رسنۍ راپور ورکړی چې امریکا غواړي خپل کومکي تازه دمي ځواکونه افغانستان ته راواستوي.

راپور وايي، پنټاګون دغه قطعه تازه فعاله کړې ده، چې افغانستان ته به راروان مني کې راورسېږي او د روزنې او مشورې چارې به سر ته رسوي.

د راپور پر اساس دغه کنډک چې اته سوه ځواکونه به ولري افغانستان ته له راتګ وروسته به د هغو ځواکونو ځای ونیسي چې امریکا ایستلي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي وو چې ټرمپ د کرونا ویروس له کبله له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د ایستلو خبر ورکړی دی.

خو د امریکا دفاع وزارت ویلي، تر اوسه ورته ټرمپ د ځواکونو ایستلو هېڅ ډول امر نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي