۰

کابل کې ځانمرګي برید ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۶
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ټول ملکي وګړي دي.
کابل کې ځانمرګي برید ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ټول ملکي وګړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځانمرګی برید نن چهارشنبې د غوايي ۱۰ مه د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالۍ به ریشخور سیمه کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، دغه ځانمرګی برید نن سهار ۸ بجې شوی دی، چې له امله یې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وینا ځانمرګي د چهار اسیاب ولسوالۍ په ریشخور سیمه کې د خلکو په منځ کې خپلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې ده چې له امله یې درې تنه شهیدان او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې په دغه برید کې امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې که نه خو په یاده سیمه کې د افغانستان د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو کندډک هم پروت دی.

تر دا مهاله ددغه ځانمرګي برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دغه ځانمرګی برید پر داسې مهال رامنځته کیږي چې په افغانستان کې د د تاوتریخوالي پای ته رسېدو په اړه غوښتنې زیاتې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي