۰

افغان حکومت د اوربند په اړه د نړیوال ملاتړ په هڅه کې دی

چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۸
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کروناویروس د روغتیايي کړکېچ پر مهال د بشري اوربند د ټینګېدو لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
افغان حکومت د اوربند په اړه د نړیوال ملاتړ په هڅه کې دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کروناویروس د روغتیايي کړکېچ پر مهال د بشري اوربند د ټینګېدو لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند ګران هېواد پرون سه شنبې (غويي ۹) خبریالانو ته وویل چې افغانستان په خپل بهرني سیاست کې یو لړ بدلونونه راوستي دي.

هغه وویل چې له کروناویروس سره د مبارزې لپاره د مرستو ترلاسه کول، د افغان سولې په اړه د نړیوالې اجماع او د بشري اوربند لپاره د نړیوالې تولنې د ملاتړ جلبول د مهمو لومړیتوبونو په توګه ټاکل شوي دي.

د ده په وینا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د دغو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له تېرو درې اونیو راهیسې د لسو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او ګڼ شمیر لوړپوړو چارواکو او دیپلوماتانو سره غږېدلی دی.

هغه زیاته کړه«بین‌الافغاني مذاکراتو د ژر تر ژره پیل، د کرونا د روغتیايي ناورین پر مهال د بشردوستانه اوربند د ټینګښت او د زندانیانو تبادله هغه ټکي دي چې د بهرنیو چارو وزیر په تکرار سره د افغانستان د دولت د لومړیتوبونو په توګه له خپلو سیالانو او بهرنیو دیپلوماتانو سره مطرح کړي دي او د هغوی حمایت یې په دې هکله غوښتی دی.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې د ټولو هیوادونو دیپلوماتانو په دې برخه کې د افغانستان د دولت د دریځ ننګه او د همکاریو ژمنې یې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني په روژه کې له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې او له دې وړاندې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې او ګڼ شمېر هېوادونو هم په افغانستان کې پر اوربند ټینګار کړی، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي