راپورونه وايي، چین د افغانستان د بدخشان ولایت پامیر ته نږدې په سینکیانګ ایالت کې یو هوايي ډګر جوړوي چې هر کال به د زرګونه مسافرو د تګ راتګ زمینه برابروي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چنايي رسنیو د خپل حکومت له قوله ویلي، په لومړي سر کې پر دغه هوايي ډګر د ۲۷۰ میلیونو ډالرو د پانګونې خبره کړې ده.
په راپور کې زیاته شوې، چې د دې هوایي ډګر له لارې به هر کال تر ۱۶۰ زره پورې مسافر تګ راتګ کوي او دغه راز به ۴۰۰ ټنه سوداګریز توکي هم پکې ترانزیت کېږي.
چین وایي دا د یو کمربند یوې لارې پروژې برخه ده او موخه یې هم په سیمه کې د پرمختګ او پراختیا رامنځ ته کول دي.
جمهورخبري آژانس:کابل