د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د افغانستان د وارداتي برېښنا پر پایې برید غندلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن ویلز د اپرېل پر ۲۸(غويي۹) په افغانستان کې د نورو زېربناو ترڅنګ په ځانګړي ډول د برېښنا پر پایو بریدونه غندلي دي.
نوموړې په خپل ټوېټر لیکلي«په داسې حال کې چې افغانان د کووید ـ۱۹ ناروغیو کړکېچ سره مخ دي،وسله والو د برېښنا پایو په تخریب سره په کابل، خپلو کورنو او روغتونونو کې خلک د برېښنا نشتوالي سره مخ کړي دي،زه پر زېربناو بریدونه په کلکه سره غندم.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې زیاته کړې چې د برېښنا قطعه کېدل به د افغانانو ستونزې نورې هم ډیري کړي.
په ورته وخت کې نوموړې ویلي، افغانان باید د کووید ـ ۱۹۰ ویروس په وړاندې یو موټي شي.
د یادونې ده، چې د تېرې دوشنبې په شپه ناڅرګندو کسانو د کابل په شمال میربچه کوټ ولسوالۍ په میرزاخېل سیمه کې د وارداتي برېښنا یوه پایه په بمونو والوزوله.
د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو په اساس په دې سره د کابل په ګډون لغمان، ننګرهار، میدان وردګ، غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو باندې هم برېښنا قطعه شوه.
د برېښنا شرکت چارواکو ویلي، د یادې پایې د بیرته رغولو کار د دوی د تخنیکي ټېمنو لخوا پيل شوی چې تر راتلونکو پنځو ورځو به بیرته جوړه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل