۰

پروان کې د طالبانو د استخباراتو مسوول وژل شوی دی

سی شنبه ۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۹
کورنیو چارو وزارت وايي، د یو لړ عملیاتو پر مهال د پروان لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول په همدې ولایت کې وژل شوي دی.
پروان کې د طالبانو د استخباراتو مسوول وژل شوی دی
کورنیو چارو وزارت وايي، د یو لړ عملیاتو پر مهال د پروان لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول په همدې ولایت کې وژل شوي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د وري ۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دا استخباراتي مسوول د پروان د غوربند ولسوالۍ درازګرد سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دی.

سرچینه وايي، نورمحمد په قومندان عمري مشهور و او د استخباراتو تر څنګ یې په ګڼو تروریستي بریدونو او په غوربند دره کې د ماینونو په ښخولو کې هم برخه درلوده.

 طالبانو لا د عمري د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو څو ورځې وړاندې افغان ځواکونو په میدان وردګو کې د طالبانو مرستیال والي هم وژلی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي