۰
تاس آژانس:

د بلک واټر رول اوس طالبانو ته سپارل شوی دی

سی شنبه ۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۶
د روسیې تاس خبري آژانس د بلک واټر د مشر ایرک پرینس له قوله ویلي، چې له دې وروسته به افغانستان کې د بلک واټر رول طالبان لوبوي.
د بلک واټر رول اوس طالبانو ته سپارل شوی دی
د روسیې تاس خبري آژانس د بلک واټر د مشر ایرک پرینس له قوله ویلي، چې له دې وروسته به افغانستان کې د بلک واټر رول طالبان لوبوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د تاس خبري آژانس د خبر له مخې د بلک واټر مشر ایریک پرینس په دې وروستیو کې د روسیې نظامي تحقیقاتي مرکز په بلنه مسکو ته تللی وو.

سرچینه وايي، په دغه نظامي مرکز کې نوموړي د پوښتنو ځوابونو یوه برخه کې ویلي دي چې، د بلک واټر د ډیرو هڅو سره سره د امریکا حکومت له خوا بلک واټر ته په افغان راتلونکې جګړه کې ونډه نه ده ورکړل شوې.

اریک پرینس زیاته کړې، دا ماموریت د امریکا او طالبانو د نوې هوکړې له مخې اوس طالبانو ته سپارل شوی.

ده ویلي، طالبان په دغه تړون کې مکلف بلل شوي چې افغانستان کې د داعش ، القاعدې او نورو ټولو هغه ترهګرو ډلو پر وړاندې جګړه وکړي کوم چې د امریکا د ګټو خلاف دي.

ایریک پرنس ویلي طالبانو ته دا نوی مسوولیت سپارل کټ مټ هغه ماموریت ته ورته دی چې کابو شل کاله وړاندې د امریکا له خوا بلک واټر ته سپارل شوی وو، تر څو افغانستان او سیمه کې د امریکا د ګټو لپاره جګړه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي