۰

افغان حکومت: د ملکي تلفاتو ارقام ټکان ورکوونکي دي

سی شنبه ۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۹
افغان حکومت د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما درې میاشتنۍ راپور تایید او ټکان ورکوونکی بللی خو طالبانو بیا دغه راپور رد کړی دی.
افغان حکومت: د ملکي تلفاتو ارقام ټکان ورکوونکي دي
افغان حکومت د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما درې میاشتنۍ راپور تایید او ټکان ورکوونکی بللی خو طالبانو بیا دغه راپور رد کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما پرون دوشنبې د غوايي ۸ مه د روان زېږدیز کال د لومړیو درېیو میاشتو د ملکي تلفاتو راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې راغلي چې په تېرو درېيو میاشتو کې ۵۳۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي چې تر ډېره د یادو ملکي تلفاتو مسوولیت په وسله والو طالبانو پورې اړوندېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه راپور کې د جګړې له امله ملکیانو ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه یاد شوي ارقام ټکان ورکوونکي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راپور دغه واقعیت نور هم روښانه کوي چې په هېواد کې د ملکي خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره یوه سراسري او دوامداره اوربند ته سمدستي او جدي اړتیا ده.

خو وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یوناما یاد راپور رد کړی دی او یو اړخیز یې بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي