۰
یوناما:

په ۳ میاشتو کې ۱۲سوه افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دوشنبه ۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۴
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر وايي، د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د جګړو له امله څه باندې ۱۲۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ۳ میاشتو کې ۱۲سوه افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر وايي، د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د جګړو له امله څه باندې ۱۲۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یا یوناما نن  په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، د روان کال میلادي کال لومړۍ درې میاشتې بیا هم د ملکیانو لپاره خونړۍ وې او د جګړې تر ټولو ډېر تلفات ملکیانو ته اوښتي دي.

په راپور کې ویل شوي، د روان میلادي کال له جنورۍ بیا د مارچ تر ۳۱مې په افغانستان کې ۱۲۹۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، له دې ډلې ۵۳۳ ملکیان په جګړو کې وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

ملګرو ملتونو د ۵۵ سلنې مرګ ژوبلې پړه د دولت پر مخالفو وسله والو اچولې، همدا راز د ۳۳ سلنې مرګ ژوبلې مسوول دولت پلوه وسله وال ښودل شوي دي.

ملګرو ملتونو تمه ښودلې چې په افغانستان کې ښکېل لوري د ملګرو ملتونو د سر منشي غوښتنې ته په درناوي بشري اوربند وکړي او د جګړو پر ځای د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره سره یو لاس شي.

یونما همدا راز ویلي چې د جګړې دوام به د بشري مرستو رسونه له ستونزو سره مخ کړي نو له همدې امله ټولو لورو ته په کار ده چې اوربند وکړي او په دې توګه د ملکي افغانانو ژوند خوندي کړي.

یونا د اوربند غوښتنه یو ځل بیا پر داسې مهال کوی، چې طالبانو پرون په یوه اعلامیه کې د ټولو لوریو له خوا د اوربند غوښتنه رد کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي