۰

زرګونه موټر خوراکي توکي د افغانستان بندرو ته را رسېدلي دي

دوشنبه ۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۱
د افغانستان ټرانسپورټ وزارت هېواد ته د اوسپنې پټلۍ له لارې په خوراکي توکو د ډکو نږدې زر واګونونو د داخلېدو خبر ورکړی دی.
زرګونه موټر خوراکي توکي د افغانستان بندرو ته را رسېدلي دي
د افغانستان ټرانسپورټ وزارت هېواد ته د اوسپنې پټلۍ له لارې په خوراکي توکو د ډکو نږدې زر واګونونو د داخلېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت پرون د وري ۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي د روانې غويي میاشتې له لومړۍ تر څلورمې نېټې پورې یې ۹۷۷ واګونه سوداګریز توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته رالېږدولي دي.

خبرپاڼه وايي، د حیرتان، اقینه او تورغنډۍ بندرونو له لارې ۹۷۷ واګونه پر اوړو، غنمو، غوړيو، تېلو، ګازو او یو شمېر ساختماني موادو او نورو سودګریزو توکو بار وو، رارسېدلې دي.

د وزارت په وینا  یاد سوداګریز توکي د روانې میاشتې له لومړۍ تر څلورمې نېټې پورې هېواد ته رالېږدول شوي، چې ۵۷۷۷.۷ ټنه غنم، ۱۴۹۳۱ ټنه اوړه، ۲۱۷۵۲ ټنه غوړي، ۷۷۳۵۰ ټنه تېل، ۱۳۷۵۶.۶ ټنه ګاز او ۱۵۶۰ ټنه ساختماني مواد پکې شامل دي.

د افغانستان یو شمېر ولایتونه د کورونا ویروس له امله د قرنطین  په حال کې دي، چې په دې لړ کې  د خوراکي توکو د بیو لوړوالي خلک انديښمن کړي دي.

خو د ټرانسپورټ وزارت وايي، هڅه کوي د قرنطین پرمهال د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د خلکو ضرورتونه ورته تیار کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي