۰

د کابل نوی امنیه قوماندان پولیسو ته! پر مجرمانو د ډز کولو اجازه لری

یکشنبه ۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۲
د کابل نوی امنیه قوماندان امان الله واحدی پولیسو ته امر کړي، چې تر دې وروسته په مجرمانو رحم ونه کړي او پر هغوی د ډزو حق لري.
د کابل نوی امنیه قوماندان پولیسو ته! پر مجرمانو د ډز کولو اجازه لری
د کابل نوی امنیه قوماندان امان الله واحدی پولیسو ته امر کړي، چې تر دې وروسته په مجرمانو رحم ونه کړي او پر هغوی د ډزو حق لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د امنیه قوماندانۍ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د کابل ولایت د امنیه قوماندان امان الله واحدي په امر تر دې وروسته پر جنایت کارانو او هغو مجرمینو چې په لویو جرمونو لکه: انسان تښتونه، وسلوالو غلاو، باج اخیستنه، د نشه یي توکو کاروبار او داسې نورو جرمونو کې لاس لري او د کابل میشتو د امنیت او ارامتیا د ګډوډېدو لامل کېږي؛ د پولیسو لخوا پرې ډزې کېږي.

د کابل امنیه قومندان همداراز پولیسو ته لارښونه کړې، چې خپلې دندې د قانون په چوکات کې ترسره کړي.

نوموړي پولیسو ته خبرداری ورکړی، چې د سرغړونې او له دندې څخه د ناوړه توګه ګټې اخیستنې په صورت کې به تر قانوني څارنې لاندې ونیول شي.

د کابل امنیه قومندان ښاغلي امان الله واحدي دا پرېکړه په داسې حال کې نیولې، چې وروستیو ورځو کې د کابل د لارو او کوڅو امنیت خراب شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي