۰
د ملي امنیت شورا:

طالبان سولې ته ژمن نه دي، افغان وژنې ته یې دوام ورکړی دی

شنبی ۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۱
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، سره له دې چې طالبانو له امریکا سره د تاوتریخوالي کمولو هوکړه کړې، خو له همغې ورځې یې پر دې ژمنه عمل نه بلکې بریدونه یې لا زیات کړي دي.
طالبان سولې ته ژمن نه دي، افغان وژنې ته یې دوام ورکړی دی
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، سره له دې چې طالبانو له امریکا سره د تاوتریخوالي کمولو هوکړه کړې، خو له همغې ورځې یې پر دې ژمنه عمل نه بلکې بریدونه یې لا زیات کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل زیاتوي د طالبانو د بریدونو زیاتوالی دا جوتوي، چې دغه ډلې سولې ته ژمنه نه ده او لا هم د نورو په اسارت کې دي.

ښاغلي فیصل چې نن شنبې د غوایي ۶ مه د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبرې کولې و ویل، طالبانو له هغې ورځې وروسته چې له امریکا سره یې د سولې هوکړه هم لاسلیک کړې، نېږدې هره ورځ ۱۵ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په هوکړه کې طالبانو ژمنه کړې وه، چې تاوتریخوالی به کموي خو په وینا یې دغه ډلې نه یوازې  تاوتریخوالی کم کړی نه دی، بلکې ورځ تر بلې یې شدت ورکړی دی.

د هغه په وینا طالبانو د تړون تر لاسلیک راوروسته تر اوسه پورې په ۲۸۵۱ ترهګریزه تحرکاتو کې ۹۰۰ زیاتو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې، چې تر ټولو خونړۍ یې تېره اوونۍ وه، چې طالبانو په کې ۳۴ ملکي افغانان وژلي او ۶۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د ملي امنیت شورا وايي،دا مهال د طالبانو جګړه یوازې د افغانانو پر وړاندې او قرباني یوازې افغانان دي او دا دې ښکارونديي کوي، چې دغه ډله لا هم سوله نه ژمنه نه ده او د پردیو له اسارت څخه یې ځان نه دی خلاص کړی او د نورو د ګټو لپاره خپل افغانان وژني.

نوموړي زیاته کړه، د افغان حکومت غوښتنه له نړیوالو متحدینونو څخه دا ده، چې تر څو په طالبانو او د هغوی پر ملاتړو فشار راوړي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او مذاکراتو او سولې ته غاړه کېږي.

دی وايي، د بندیانو په خلاصون سره افغان حکومت سولې ته خپله ژمنتیا ښودلې، چې تر اوسه یې ۵۵۰ زندانیان خوشي کړي او په راتلونکو ورځو کې به ۹۵۰ نور هم خوشي کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند و ویل، چې د حکومت دغه کار او  په طالبانو عملیات نه  پیلول د دې لپاره دي، چې د سولې پروسې ته زیان ونه رسېږي او طالبان اوربند ته غاړه کېږي او جګړه پای ته ورسېږي.

خو په وینا یې طالبانو مسلمان وژنې ته دوام ورکړي، ترهګریز بریدونه یې زیاته کړي، چې دا د سولې په زیان او د سولې پر وړاندې خنډ رامنځ ته کول دي.

فیصل د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي سره ولې افغان ځواکونه متقابل عملیات نه کوي و ویل، چې افغان ځواکونه په هر ځای کې چې د طالبانو تحرکات لیدلي ځپلي یې دي، خو دا چې د سولې پروسه خنډنۍ نه شي لا هم په دفاعي حالت کې دي.

دی وايي، افغان ځواکونو په دغه دفاعي حالت کې هم له هغې، چې طالبانو له امریکا سره تړون کړی، ۲۷۳۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي امنیت شورا د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې نور د پردیو د ګټو لپاره خپل ولس او ځان قرباني نه کړي، د پردیو له اسارت څخه راووځي، خپل هېواد ته راشي، بین الاافغاني مذاکراتو او سولې ته غاړه کېږي او  نور له جګړې لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي