۰

ازبکستان یو وار بیا د برېښنا قطع کولو ګواښ کړی دی

شنبی ۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۵
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، ازبکستان یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې که د برېښنا پیسې ورنه کړي، پر افغانستان به برېښنا پرې کړي.
ازبکستان یو وار بیا د برېښنا قطع کولو ګواښ کړی دی
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، ازبکستان یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې که د برېښنا پیسې ورنه کړي، پر افغانستان به برېښنا پرې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد شرکت چارواکو ویلي، د روانې میاشتې د برېښنا د لګښتونو نیمايي پيسې یې ازبکستان ته ورکړې دي، خو دغه هېواد ترې د راتلونکې میاشتې پيسې هم غواړي.

برېښنا شرکت همدا راز خبرداری ورکړی چې د دوی د برېښنا سرچینې د کمبود ښکار دي او د وارداتي برېښنا د صرفیې د ورکړې مالي توان هم نه دی ور پاتې.

د برېښنا شرکت وايي، له ازبکستان څخه دمګړۍ ۴۰۰ میګاواټه برېښنا را وارد شوې چې د میاشتې ۱۳ میلیونه ډالر بیه یې ازبکستان ته ورکوي.

خو اوس د دغه شرکت ريیس امان الله غالب ویلي، که دا پیسې ازبکستان ته ورنکړي راتلونکې میاشت کې به ازبکستان برېښنا پرې قطع کړي.

په همدې حال کې برېښنا شرکت وايي، دمګړۍ یې لویې دولتي ادارې درې میلیارده افغانۍ پوروړې دي او د دریو میاشتو لګښت یې دوی ته نه ده ورکړی چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه د سترو پوروړو سر کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي