۰
اوچا:

افغانستان کې بشري مرستو ته لاسرسی محدود شوی

شنبی ۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۹
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي په تېرو درېیو میاشتو کې بشري مرستو ته لاسرسی محدود شوی دی.
افغانستان کې بشري مرستو ته لاسرسی محدود شوی
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي په تېرو درېیو میاشتو کې بشري مرستو ته لاسرسی محدود شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغې ادارې په خپل درې میاشتني راپور کې هغه پېښې پرتله کړي چې په افغانستان کې یې اړو خلکو ته د بشري مرستو رسېدل، اغېزمن کړي دي.

اوچا وايي، د ۲۰۲۰م کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۸۳ داسې پېښې شوي چې بشري مرستو ته لاسرسی یې محدود کړی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي یوازې ۷۹ پېښې په تېره مارچ میاشت کې ثبت شوي چې دې ادارې یې علت په افغانستان کې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله د محدودیتونو لګول ښودلي دي.

په افغانستان کې د قرنطین او محدودیتونو تر لګول کېدو وروسته د بشري مرستندویو ادارو د کارکوونکو تګ راتګ هم اغېزمن شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي